په فراه ولایت کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Thu, Jan 22 2026 11:19 AM
123

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ماین پاکۍ مؤسسو په ملاتړ، بېلابېل چاودېدونکي توکي په خوندي توګه خنثی کړل، د دې ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په کوجر او د فراه رود ولسوالۍ په آبخرما سیمه کې بېلابېل چاودېدونکي توکي د  DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټيم په همکارۍ یو فیر د هاوان مرمۍ، دوه کړۍ خوشه یي ماینونه او ۲۸ فیره ۴۰ ملي متري نارنجک کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول.

همدارنګه په جوین ولسوالۍ کې د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې د مسلکي ټیم په ملاتړ، دوه کړۍ د ټانک ضد MK7،  د ۲۵۰ کیلو باروت دوه متره چاودېدونکی سیم او یو عدد برېښنایي فیوز، چې د یادې سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو په خوندي توګه خنثی شول.

د یادونې وړ ده، چې د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست مسئولینو ټینګار وکړ چې له تېرو جګړو څخه پاتې شویو چاودېدونکو توکو د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی، چې د پاکولو لپاره به یې د هېواد په کچه هڅې دوام ولري او همدارنګه یې له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول مشکوکو يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې دې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو یې د خنثی کولو لپاره اړين اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .