په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو کار رسمآ پیل کړ.
د دې پروژې کار د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، د پنجشیر ولایت مقام په همکارۍ، او د حصهاول ولسوالۍ د خارو او پخ سیمو د اوسېدونکو په مستقیمه همکارۍ پیل شوی او دا مهال د پلي کېدو په حال کې دی.
دا ګبیوني دیوال د ۱۳۰ متره په اوږدوالي، ۳ متر په لوړوالي او ۲ متر په پلنوالي جوړېږي، چې موخه یې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د برېښنا د تولید د سرچینې ساتنه ده. همدارنګه، د دې مهمې سرچینې د لا زیات خونديتوب لپاره د سیند د اوبو لارې د بدلون چارې هم په هممهاله ډول پیل شوې دي، تر څو د سیلابونو او احتمالي ویجاړیو له ګواښونو مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه د ترسره شویو تخنیکي ارزونو پر بنسټ کېږي، او عملي کېدل به یې د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو، د عامه بنسټونو په ساتنه او د سیمې د اوسېدونکو د لا زیاتې خونديتوب په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
