د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نجراب ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ
د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په نجراب ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار د ولایت مقام د مرستیال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، سکتوري رئیسانو، د نجراب ولسوال او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې رسمآ پیل کړ.
دا دېوال د ۲۰۹ متره په اوږدوالي، ۲.۵ متره پلنوالي او د ۴.۵ متره په لوړوالي د درې میلیونه او څلور سوه نه اتیا زره او اته سوه شپږ پنځوس اعشاریه پنځه ویشت (۳,۴۸۹,۸۵۶.۲۵) افغانیو په لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې په بېلابېلو کلیو کې شاوخوا ۵۰۰ هستوګنیز کورونه، یو باب ښوونځی، یو باب مدرسه، یو باب کلینیک او کرنیزې ځمکې د سېلاب له احتمالي خطرونو څخه خوندي شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پلي کېدو له پیل څخه هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه یې قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
