د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نجراب ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
news image

 د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په نجراب ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار د ولایت مقام د مرستیال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، سکتوري رئیسانو، د نجراب ولسوال او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې رسمآ پیل کړ.

دا دېوال د ۲۰۹ متره په اوږدوالي، ۲.۵ متره پلنوالي او د ۴.۵ متره په لوړوالي د درې میلیونه او څلور سوه نه اتیا زره او اته سوه شپږ پنځوس اعشاریه پنځه ویشت (۳,۴۸۹,۸۵۶.۲۵) افغانیو په لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې په بېلابېلو کلیو کې شاوخوا ۵۰۰ هستوګنیز کورونه، یو باب ښوونځی، یو باب مدرسه، یو باب کلینیک او کرنیزې ځمکې د سېلاب له احتمالي خطرونو څخه خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پلي کېدو له پیل څخه هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه یې قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ مستحقو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲۲ زلزله ځپلو کورنیو او د کار په بدل کې کاریګرو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له Pangea، د اسلامیک ریلیف (IRW) او له Pradata موسسو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هوکړه لیکونو پربنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو موسسو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مارمل. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .