د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارګو ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال چارې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د ارګو ولسوالۍ په تاقلک کلي کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې د ۸۸ مترو په اوږدوالي، ۳.۶ متره لوړوالي او ۱.۵ متره سور په درلودلو سره ټولټال د یو میلیون او یو سل او اتیا زره (۱,۱۸۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښت د یو قراردادي شرکت په واسطه تکمیلې کړې. د یاد استنادي دیوال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، مخورو سپين ږیرو، مشرانو، سیمه ییزو اوسېدونکو او اړوندو مسؤلینو شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې سیمه ییزو اوسېدونکو د اړوندو مسؤلینو هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې د یادې کړنې په پار مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
