د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د پلچک جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ده سبز ولسوالۍ په ترکو کلي کې د پلچک جوړونې کار چې ۴ متره پلنوالی، ۵ متره اوږوالی او ۱.۷۵ متره لوړوالی لري تر بشپړېدو وروسته رسما پرانېست او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوی نجیب الله انوری په مشرۍ، د مرکزي ادارې تخنیکي پلاوي، د یادې ولسوالۍ د ولسوال مرستیال د کلیو ملکانو، مخورو سپین ږیرو او ځوانانو شتون درلود.
دا پروژه د ( ۴۹۷,۸۸۴) افغانیو په لګښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له خوا تمویل او د قراردادي شرکت له خوا بشپړه شوه چې په بشپړېدو سره یې د یاد کلي د ۳۰۰ کورونو د تګ راتګ ستونزه حل سوه.
محترم انوري صاحب، لمړی د یادې پروژې څخه هر اړخیزه لیدنه وکړه چې پروژه د نقشې سره سم د شرکت لخوا جوړه شوې وه او بې له کومې نمګړتیا څخه د پروژې کار بشپړ شوی و. نوموړي خلکو ته د یادی پروژې په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او د خلکو څخه یې وغوښتل تر څو د یادې پروژې په حفظ او مراقبت کې پوره همکاری وکړي.
د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د بشپړېدو له امله د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اسلامي امارت له مشرتابه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په ځانګړي ډول د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او د دې نظام د بقا دعا يې وکړه.
له هغه وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس او وسره مل پلاوي د کلکان او استالف ولسوالیو له پروژو څخه هم څارنه وکړه، چې تر دامهاله یې کارونه له نقشې سره سم جریان درلود او ۹۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي وو چې په لنډ وخت کې به ان شاالله ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره