د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۱ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د WFP سازمان په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې ۷۱ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ١٠٠ کیلو اوړه، ٩.١ کیلو غوړي، ١٢.٥ کیلو دال او یو کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او د دغه ډول نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره