د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له ایران او پاکستان څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۱۰۳ کورنیو ته، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې سره په همغږۍ تر سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې، او له یادې جملې ۱۷ کورنیو هرې یوې ته پر خوراکي توکو سربېره د ولایت مقام لخوا، یو عدد سولر او یو عدد کولر هم ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره