د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۳۷ اړمنو کورنیو ته د څارویو د خوړو بستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سیغان ولسوالۍ اړوند ۶۳۷ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د څارویو لپاره د خوړو بستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ۹۵ ډالرو په ارزښت ۱۰۰ کیلو متراکم خواړه، ۲۰۰ کیلو واښه او ۲ لیټره د چِنجو د مخنیوي دوا ووېشل شوه، چې ټولټال د ۶۰,۵۱۵ (۶۰ زره او ۵۱۵) ډالرو په ارزښت د څارویو خوراکي توکي یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره