د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٧٥ کورنیو ته د حفظ الصحې او اوبو کېټونه ووېشل

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ٢٧٥ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د حفظ الصحې او اوبو کېټونه ووېشل.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٨ کلچې د لاس وینځلو صابون، ٢ عدده شامپو، ١ عدد د اوبو سطل، ٢ عدده د غاښونو کریم، ٢ عدده د اوبو بوشکې، ٢ عدده د اودس کولو لپاره لوټې، ٣ پاکټه د کلورین ګولۍ، ٢ عدده بیکونه، ٨ کلچې د جامو وینځلو صابون، ١ عدد د اوبو د تصفیه کولو تکه، ٤ پاکټه کوټکس ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې له پورتنیو کورنیو سره د مرستې کولو سربېره له ٨ مدرسو څخه هرې مدرسې ته ١ عدد د اوبو بیلر، ١ کارتن د لاس وینځلو صابون او ١ عدد کاسه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/١٠/۲٣ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره