د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د څلورم قسط ۲,۸۶۴ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۱,۰۰۲,۴۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره