د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٥٠ زیانمنو اومستحقو کورنیو ته ٥,٠٢٥,٠٠٠ افغانۍ پیسې نغدې او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مرسته او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د صندوق په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په دره ولسوالۍ کې ٢٥٠ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ٢٠,١٠٠ افغانۍ پیسې نغدې او ٤ تختې کمپلې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٥,٠٢٥,٠٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره