د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۶ زیانمنو او راستانه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

په جوزجان ولایت کې د سېلابونو له امله ۱۳۶ زیانمنو او راستانه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې.
دغه مرستې د IOM موسسې په مالي ملاتړ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کډوالو چارو ریاست له لوري په یاد ولایت کې ترسره شوې او د هرې کورنۍ لپاره ۱۷،۲۵۰ افغانۍ او د ژمي جامو یو کېټ په پام کې نیول شوی و.
له دې جملې څخه ۱۲۲ راستانه شوي او ۱۴ سېلاب ځپلې کورنۍ د ټاکل شوي پلاوي له لوري سروې او مستحقې پېژندل شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره