د بدخشان ولایت اړوند سیمه کې یو استنادي دیوال پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت اړوند څلورمې ناحیې په چته سیمې کې د یو استنادي دیوال جوړولو چارې بشپړې او رسمآ پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د دې استنادي دیوال چاري د جي پي نړیوالې موسسې په مالي همکارۍ د ۲۲ زره ډالرو په ارزښت پیل شوې وې.
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوي محمد اکرم اکبري، د یادي پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې چې د ځایي چارواکو او خلکو په شتون کې ترسره شول، د ګلوبل پارټنر موسسې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: دغه دیوال د یادې ادارې تر څارنې لاندې جوړ شوی چې کیفیت ته یې جدي پاملرنه شوې. هغه زیاته کړه چې د دې ډول پروژو په پلي کېدو سره به د سیلابونو له امله د زیانونو او تلفاتو کچه راټیټه شي او له موسسو یې وغوښتل چې د وقایوي پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه استنادي دیوال ۱۴۴ متر مکعب اوږدوالی لري چې د جوړولو چارې یې نن بشپړې شوې او د څلورمې ناحیې چته او ګڼې نورې سیمې د سیلابونو له خطرونو څخه خوندي شوې.
همدارنګه، یادې موسسې په همدې ولایت کې ۶۰۰ متره مربع سړک هم سنګفرش کړی دی.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره