له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلپ جرمني مؤسسې ترمنځ د نږدې ۶.۵ شپږ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Sat, Nov 23 2024 1:44 PM
news image

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د هیلپ جرمني مؤسیسې د پروګرامونو مدیر او مرستیال سید احمد بسیم ګیلاني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 ترابي صاحب د هیلپ جرمني موسسې مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې موږ ستاسو د مرستو هرکلی کوو او د مؤسیسو سره د همکارۍ په لټه کې یو ترڅو هغوی ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره کړو  نوموړي همداراز وویل چې نه یوازې ستاسو تفاهم‌ نامه به بې له ځنډه لاسلیک کړم  بلکې هغو ولایتي ریاستونو ته چې تاسو پکښې پروژې لرۍ هغوی ته به هم لارښوونه وکړم ترڅو ستاسو په کار کې هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.
ورسته سید احمد بسیم ګیلاني  د هیلپ جرمني موسسې مرستیال د دې ادارې د چټک کاري بهیر ستاینه وکړه او د یادې موسسې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې هیلپ جرمني موسسه په ۲۱ بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت کوي، او یوه غیردولتي موسسه ده، او دا مهال د هېواد په لویدیځ زون کې فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده چې د دې موسسې لخوا د نن ورځې د لاسلیک شوې تفاهم نامې له مخې، د ۶،۴۷۹،۳۹۸ ډالرو په ارزښت په لویدیځ زون کې له ۲۷۱۲۰ کورنیو سره نغدي او غیر خوراکي مرستې ترسره کېږي چي 
له دې جملې، ۱۵۵۶۰ کورنیو ته به د هرې کورنۍ لپاره د ۱۵۸.۳۰ ډالرو په ارزښت مرسته په دوو مرحلو کې، د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره، نغدي یا خوراکي او یا هم غیر خوراکي مواد ویشل کېږي. په دې توګه، ۴۸۳۶ کورنیو ته په هرات ولایت کې، ۳۱۱۲ کورنیو ته په فراه ولایت کې، ۴۵۰۰ کورنیو ته په غور ولایت کې، او ۳۱۱۳ کورنیو ته به په بادغیس ولایت کې مرستې ووېشل شي.
همدارنګه، ۸۰۰۰ کورنیو ته د هرې کورنۍ لپاره د ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د ژمي مرسته، د خلکو اړتیاوو ته په پام سره، په نغدي یا غیر نغدي توګه ویشل کېږي. په دې ډول، ۲۰۰۰ کورنیو ته په هرات ولایت کې، ۱۵۰۰ کورنیو ته په فراه ولایت کې، ۲۲۵۰ کورنیو ته په بادغیس ولایت کې، او ۲۲۵۰ کورنیو ته به په غور ولایت کې مرستې ووېشل شي.
په همدې حال کې، ۳۵۶۰ کورنیو ته د هرې کورنۍ لپاره د ۲۰ ډالرو په ارزښت د ښځو ځانګړې یوه بسته ویشل کېږي، چې په دې کې ۱۵۰۰ کورنیو ته په هرات ولایت کې، ۶۶۰ کورنیو ته په فراه ولایت کې، ۷۰۰ کورنیو ته په بادغیس ولایت کې، او ۷۰۰ کورنیو ته به په غور ولایت کې مرستې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه به د دوو کلونو په موده کې په یادو ولایتونو کې پلي کيږي.

نیټه:۱۴۴۶/۵/۲۱ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

Latest news

Thu, Jun 19 2025 5:02 PM
Background image

ANDMA's Acting Head Inspects Quality of Gabion Wall Constructed in Jowzjan Province

On Thursday morning, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mulla Nooruddin Turabi, who has embarked on provincial visits to enhance. . .

Thu, Jun 19 2025 12:12 PM
Background image

ANDMA’s Acting Head Visits Sar-e-Pul Province After Inspecting Administrative Affairs in Jowzjan

Today, on Thursday, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, arrived in Sar-e-Pul province as part of his tour to. . .

Wed, Jun 18 2025 9:05 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA Visits the Destroyed Bridge in Mirzaqom Village, Kerm Qul District, Faryab Province

As part of ongoing monitoring and assessment visits to high-risk areas, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .