له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ماین پاکۍ مؤسیسو د مسؤلینو سره وکتل
نن ورځ سي شنبه له غرمي ورسته له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ماین پاکۍ د نړیوالو او داخلي مؤسیسو د مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي د ماینونو دمؤسیساتو مسؤلینو او استازو ته ښه راغلاست ووایه او وویل چي په هیواد کی زیات ماینونه ښخ سوي دي اوس چی دامارت په راتګ سره امنیت راغلی دي باید ټول بیرته شنډ کړل سي ترڅو انسانان او حیوانات ورڅخه په امن کي سي.
همدازار یی زیاته کړل چي تر بل هر وخت اوس ښه زمینه برابره ده چي یادي مؤسیسي خپل کارونه چټک کړي او ژر تر ژره په ناچاودو توکو ککړي سیمي دماینونو څخه پاکي کړي او خلګ دخطر څخه وژغورل سي.
دماین پاکۍ مؤسیسو مسؤلینو دیادي ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه او خوښي څرګنده کړه او وویل چي موږ خوښ یو چي په ډاډمنه فضا او سالمه اداره کي خپل کارونه مخ ته بیایو او موږ په زیاته اندازه ځمکه له ماینونو څخه پاکه کړی ده او لاهم هڅه کوو چي په ماینونوککړي سیمي دناچادو توکو څخه پاکي کړو
ورسته دمؤسیسو مسؤلینو او استازو یو شمیر غوښتني درلودلي چي ترابي صاحب ورسره دحل په موخه ژمنه وکړه او وویل چي موږ به پر یادو غوښتنو باندی پوره غور وکړو .
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۷ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملۍ اداره