د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۰۱ زلزله ځپلو کورنیو سره د دویم قسط نغدي مرستې وکړې

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په ملاتړ، د یاد ولایت انجیل ولسوالۍ بېلا بېلو کلیو اړوند ۱۰۱ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د هرې کورنۍ د زیان کچې ته په کتو، هرې کورنۍ ته له ۴۰۰۰ نه تر ۲۷۰۰۰ افغانیو نغدي پیسې ووېشل شوې. په دې بهیر کې په مجموع کې ۱،۴۴۲،۴۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي. دغه مرستې د زلزلې ځپلو کورنیو د سرپناه بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ووېشل شوې او تمه کیږي چې د دوی د ژوند په ښه کولو کې به مثبت اغېز وکړي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره