په بغلان ولایت کې د ۱۵۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د ۳۵ میلیونه او ۱۸۷ زره افغانیو نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه
د IOM موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت دوشي، بغلان مرکزي، پلخمري او برکه ولسوالیو اړوند ۱۵۸۵ کورنیو ته چې د تېرو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، د ۳۵ میلیونه او ۱۸۷ زره افغانیو نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست مشر مولوي هدایت الله همدرد او د موسسې استازي په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۲۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو له مسؤلینو خوښۍ څرګنده کړه او د نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره