د افغانستان ولایتي شورا ګانو د همغږۍ شورا رییس سره پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

rahyab
Mon, Jun 22 2020 3:29 PM
M1

ښاغلي بهاوالدین جیلانی پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر په خپل کاري دفتر کې له عطا محمد حق بیان د افغانستان ولایتي شورا ګانو د همغږۍ شورا رییس او یو شمیر ولایتي رییسانو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د پېښو څخه زیانمن شوو ته د رسیدو او د پېښو خطرونو د کمولو لپاره د لا ډیرې همغږۍ او همکارۍ په پار بحث او نظر تبادله وکړه.
ښاغلي عطا محمد حق بیان د هیواد ولایتي شورا ګانو د همغږۍ شورا رییس ښاغلي غلام بهاوالدین جیلانی ته د نوي مسئولیت په مبارکۍ سره وویل: نن زموږ هېواد د جنګ او ګډوډۍ ترڅنګ د طبیعي پېښو له پیښیدو څخه په جدي توګه ځوریږي. د ولایتي شورا ګانو د همغږۍ شورا رییس پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر څخه له پیښو زیانمن شوو ته د زیاتو مرستو لیږدولو او وقایوي پروګرامونو د پلي کېدو غوښتونکۍ شو.
ورته مهال ښاغلي بهاوالدین جیلانی پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د ښه راغلاست او د هېواد په کچه د ولایتي شوراګانو له کړنو او فعالیتونو څخه په ستاینې او په خاصه توګه زیانمن شوو ته د مرستو رسولو څخه اغیزناکې څارني تعریف وکړ او د هیواد ولایتي شورا ګانو د همغږۍ شورا رییس سره یې د لاډېرو همکاریو ژمنه وکړه.

M2

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .