د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ له رغنیزو چارو تخنیکي څارنه وکړه
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو او یو تخنیکي ټیم د یاد ریاست د اداري ودانۍ له رغنیزو چارو څخه د کیفیت، پرمختګ او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه تخنیکي څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال د ودانۍ د رغنیزو چارو بېلابېلې برخې له نږدې وکتل شوې او د کار کیفیت، د منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو سره سم وارزول شو. همدارنګه قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه، چې د ساختماني معیارونو رعایت، د معیاري ساختماني موادو کارول او د پروژې چارې د ټاکلي مهالویش له مخې، په لوړ کیفیت او پر وخت بشپړې کړي.
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم د پروژې پرمختګ د قناعت وړ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د پروژې د کیفیت د خوندي ساتلو او د چارو د اغېزمن پرمختګ لپاره به دوامداره تخنیکي څارنه روانه وي، ترڅو یاده پروژه د ټاکل شوو معیارونو او مهالویش سره سم بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
