د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ادرسکن ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارله

rahyab
Sun, Jul 26 2026 3:22 PM
تصویر

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د استنادي دېوالونو دوه وقایوي پروژې په بریالیتوب سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

په لومړۍ پروژه کې د ادرسکن ولسوالۍ په خرچان کلي کې د لس میلیونه او پنځه لکه (۱۰,۵۰۰,۰۰) افغانیو په لګښت له دواړو غاړو د ۱,۱۴۲ متره په اوږدوالي، ۲.۲ لوړوالي، د پاسنۍ برخې ۰.۶ متره پلنوالي او د لاندې برخې ۱.۴ متره په پلنوالي سره استنادي دیوال جوړ شو.  
د پروژې د پلي کېدو پر مهال ۲۴ ماهرو او ۶۷ غیر ماهرو کارګرو لپاره د کار زمینه برابره شوه او په بشپړېدو سره یې له ۹۲۰ څخه زیاتې کورنۍ په مستقیم ډول ترې برخمنې شوې، همدارنګه په قارتي کلي کې د لس میلیونه او درې لکه او پنځوس زره (۱۰,۳۵۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت د ۴۷۱ متره په اوږدوالي، د ۳.۳ متره په لوړوالي، د پاسنۍ برخې په ۰.۶ متره پلنوالي او د لاندې برخې په ۱.۴ متره پلنوالي سره استنادي دیوال جوړ شو، چې په دې پروژه  کې د ۲۳ ماهرو او ۹۴ غیر ماهرو کارګرو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو وروسته یې له ۶۰۰ څخه زیاتې کورنۍ په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کوي.

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، د دغو پروژو موخه د سېلابونو د خطر کمول، د استوګنیزو سیمو او عامه تأسیساتو ساتنه، د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنو سیمو لپاره د خوندیتوب رامنځته کول دی.

د سیمې اوسېدونکو د پروژې له بشپړېدو هرکلی وکړ، او دا یې د هغوی ځان او مال د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM سازمان څخه مننه او قدرداني وکړه.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .