د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

rahyab
Sat, Jul 18 2026 12:14 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ د لویو ډبرو د ویجاړولو او د خطر له منځه وړلو چارې په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

د ډبرو ویجاړولو عملیات د یاد ریاست د تخنیکي او بېړنیو ټیمونو له لوري ترسره شول، چې په ترڅ کې یې په درېیو بېلابېلو لوړو او ناپایدارو سیمو کې موقعیت لرونکې ټولټال ۱۸ لویې ډبرې د تخنیکي معیارونو له مخې ویجاړې شوې.

د یادو ډبرو شتون د سیمې د اوسېدونکو ژوند، استوګنیزو کورونو، عامه تاسیساتو او مواصلاتي لارو لپاره جدي ګواښ بلل کېده، خو د دغې وقایوي پروژې په بشپړېدو سره د دبرو د ښویېدو خطر په بشپړه توګه رفع شو.

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو، د پروژې له ساحې څخه لیدنه او د سیمې له اوسېدونکو سره یې خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه اقدام د قدرتي پېښو د خطر کمولو د پروګرامونو په چوکاټ کې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه ترسره شوی او هڅه کوي چې په زیان‌منونکو سیمو کې ورته وقایوي پروژې دوام ومومي.

د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، هغه سترې ډبرې چې د اوږدې مودې راهیسې د کورونو، عامه تاسیساتو او سړکونو لپاره جدي ګواښ وې، اوس یې خطر له منځه تللی دی. همدارنګه خلکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له هڅو مننه او قدرداني وکړه. 

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .