د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیانمنو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې بهیر پیل کړ.
دغه سروې د یاد ریاست د کارکوونکو او موظفو ټیمونو له لوري ترسره کېږي، چې موخه یې د زیانمنو او مستحقو کورنیو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت او د ورستیو ورښتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه د کره معلوماتو راټولول دي، څو د واقعي مستحقینو لپاره د بشري مرستو د وېش زمینه برابره شي.
د یاد ریاست مسئولینو څرګنده کړه چې د سروې له بشپړېدو او د راټولو شویو معلوماتو له ارزونې وروسته به د شرایطو وړ کورنیو وروستی نوملړ ترتیب او د بشري مرستو د جلب په موخه به اړوندو مراجعو ته وړاندې شي.
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کړی چې تل هڅه کوي د مستحقو کورنیو د دقیقې پېژندنې او له اړوندو بنسټونو سره د همغږۍ له لارې، د ټاکل شویو معیارونو سره سم مستحقې کورنۍ تفکیک او هغوی ته د بشري مرستو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
