د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
تصویر

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیان‌منو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې بهیر پیل کړ.

دغه سروې د یاد ریاست د کارکوونکو او موظفو ټیمونو له لوري ترسره کېږي، چې موخه یې د زیان‌منو او مستحقو کورنیو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت او د ورستیو ورښتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه د کره معلوماتو راټولول دي، څو د واقعي مستحقینو لپاره د بشري مرستو د وېش زمینه برابره شي.

د یاد ریاست مسئولینو څرګنده کړه چې د سروې له بشپړېدو او د راټولو شویو معلوماتو له ارزونې وروسته به د شرایطو وړ کورنیو وروستی نوملړ ترتیب او د بشري مرستو د جلب په موخه به اړوندو مراجعو ته وړاندې شي.

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کړی چې تل هڅه کوي د مستحقو کورنیو د دقیقې پېژندنې او له اړوندو بنسټونو سره د همغږۍ له لارې، د ټاکل شویو معیارونو سره سم مستحقې کورنۍ تفکیک او هغوی ته د بشري مرستو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیان‌منو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .