د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۳۵۰ متره اوږد خوړ د پاکولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
Tue, Jun 30 2026 12:34 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د عمرخیل په سیمه کې د ۳۵۰ متره په اوږدوالي د عثمان خوړ د پاکولو کار بشپړ کړ او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
.
یاده پروژه، چې څه موده وړاندې د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د هواري او د سېلابونو د خطر د کمولو په موخه پیل شوې وه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې پلي شوه.

د یادې پروژې د پلي کېدو په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د ماشینرۍ د کرایې لپاره نوي زره (۹۰,۰۰۰) افغانۍ منظور شوې وې.

د دغې پروژې په بشپړېدو سره، د عمرخیل سیمې د اوسېدونکو کورونه، کرنیزې ځمکې او حاصلات د احتمالي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شول او د سیمې د خلکو اندېښنې تر ډېره بریده راکمې شوې. همدارنګه، د سیند د لارې پاکول به د اوبو د منظم جریان، د چاپېریال د ساتنې او د راتلونکو طبیعي پېښو د خطر د کمولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، مولوي احمد شاه ذهین، د ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د وقایوي پروژو د پلي کولو لړۍ به د ولایت په کچه په منظم ډول دوام ولري او د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته به پر وخت رسېدنه وشي.

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .