د سمنګان ولایت د پس‌کنده کلي د اوسېدونکو لپاره د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو سیمینار ترسره شو

rahyab
Tue, Jun 23 2026 10:54 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه، د یاد ولایت د مرکز ایبک اړوند د پس‌کنده کلي اوسېدونکو لپاره د پوهاوي ورکولو یو سیمینار ترسره کړ.

یاد پروګرام د «د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ماین پاکۍ بېړنیو غوښتنو ته رسېدنه او زیانمنو ټولنو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي خدمتونو وړاندې کول» تر سرلیک لاندې د پروژې په چوکاټ کې پلي کېږي.

د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د DAFA مؤسسې د EORE-03 ټیم دغه سیمینار د پس‌کنده کلي د ښځو او نارینه‌وو لپاره ترسره کړ او ګډونوال یې د ماینونو او ناچاوده توکو له خطرونو، د ککړو سیمو د پېژندنې څرنګوالي او د پېښو د مخنیوي لارو چارو په اړه خبر کړل.

دغه پروګرام د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازي تر څارنې لاندې ترسره شو. د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی وکړ او د پوهاوي ورکولو دا ډول پروګرامونه یې د ماینونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو په کمولو او د ټولنې لپاره د لا زیات خوندیتوب په رامنځته کولو کې اغېزناک وبلل.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .