د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

rahyab
Thu, Jun 18 2026 2:10 PM
news image

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې ترسره شو او په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د دې روزنیز پروګرام په وروستۍ ورځ، ګډونوالو د کنټرول شویو چاودنو (CDS) له لارې د چاودېدونکو توکو د تخریب عملي زده‌کړې ترلاسه کړې. په دغو عملي تمرینونو کې د DRC مؤسسې ۱۰ کارکوونکو او د Halo Trust مؤسسې ۲ کارکوونکو فعاله ونډه لرله. یاد تمرینونه د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالۍ په سیمه کې د هیلو ټرسټ مؤسسې اړوند د مهماتو د تخریب په ساحه کې د امنیتي برخو، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د نشراتو ریاست د استازو په شتون کې ترسره شول.

د دغه کورس په بریالۍ بشپړېدو سره، ۱۲ د ماین پاکۍ متخصصینو د لویو مهماتو د کنټرول شویو چاودنو د ترسره کولو، د ناچاوده توکو د خوندي ویجاړولو او د بېلابېلو هوايي بمونو د شنډولو په برخو کې اړینې وړتیاوې او مهارتونه ترلاسه کړل، چې دا د هېواد د ماین پاکۍ سکتور د تخنیکي او عملیاتي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروګرام په جریان کې ګډونوالو خپلې تجربې او نظریات شریک کړل او د کورس روزنیز محتوا او عملي تمرینونه یې ګټور او اغېزناک وبلل.
په پای کې د ګډونوالو، روزونکو او همکارو بنسټونو له اغېزناکو هڅو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وشوه او د ماین پاکۍ د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لا لوړولو لپاره د تخصصي روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وشو.

نېټه:۱۴۴۸/۱/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .