د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار پرانیستل شو

rahyab
Mon, Jun 15 2026 12:04 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا مؤسسې (ORDR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د DAHW مؤسسې په مالي تمویل د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي ملاتړ، د رُخه ولسوالۍ د قابضان کلي په سیمه کې د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو او د سیمې د اوسېدونکو د ځان، مال او شتمنیو د خونديتوب په موخه د شاوخوا ۱۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړولو د پروژې کار د اړوندو مسؤلینو په شتون کې رسمآ پرانیست. 

دا پروژه د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر څارنې او همغږۍ لاندې، د DAHW مؤسسې په مالي ملاتړ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا مؤسسې (ORDR) له لوري عملي کېږي.

د دې پروژې اساسي موخه د قابضان پل لاندې سیمه کې د لا زیاتو ویجاړیو مخنیوی، د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو ساتنه او د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول دي، ترڅو د سیمې اوسېدونکي له احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي.

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو څرګنده کړه چې یاده پروژه د تثبیت شویو اړتیاوو او تخنیکي ارزونو د پایلو پر بنسټ طرحه شوې ده. د پروژې له بشپړېدو وروسته به د عامه او خصوصي شتمنیو د ساتنې زمینه لا پیاوړې شي او د قدرتي پېښو پر وړاندې د خلکو د زیان‌مننې کچه به په څرګند ډول راکمه شي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .