د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فراه‌رود ولسوالۍ کې د ګبیوني او استنادي دیوالونو جوړولو د پروژې کار پیل کړ

rahyab
Mon, Jun 15 2026 10:19 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د فراه‌رود ولسوالۍ د چکاب سیمې په کاریز نو او لنډي کاریز کلیو کې د ګبیوني او استنادي ديوالونو جوړولو د پروژې کار رسمآ پیل کړ.

په دې پروژه کې، په کاریز نو کلي کې د ۵۰ متره په اوږدوالي او ۲ متره پلنوالي یو ګبیوني دیوال او په لنډي کاریز کلي کې د ۹۰ متره په اوږدوالي او ۲ متره پلنوالي یو استنادي دېوال جوړیږي، چې په ټولیز ډول ۱۴۰ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري. د پروژې د بنسټ کیندنې چارې د درنو ماشینونو (اسکواټور) په وسیله له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د غړو په شتون کې پیل شوې.

دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري د یو لک (۱۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت تمویلېږي. د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین وایي، د دې پروژې اساسي موخه د سیلابونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو مخنیوی، د خلکو د ځان او مال ساتنه، د کرنیزو ځمکو خوندیتوب او د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنو سیمو د زیان‌مننې کچې راکمولو ته زمینه برابرول دي.

مسؤلینو زیاته کړه چې د دې ډول وقایوي پروژو پلي کول د طبیعي پېښو له امله د مالي او ځاني زیانونو په کمولو کې مهم رول لري او د عامه شتمنیو، زیربناوو او د خلکو د اقتصادي سرچینو د خوندي ساتلو لپاره اغېزمن ګام بلل کېږي. د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د سیلابونو د خطرونو پر وړاندې د خپلو کلیو د لا زیات خوندیتوب لپاره یو مهم او اغېزناک اقدام بللی دی.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .