د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

rahyab
Sun, Jun 14 2026 2:27 PM
image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته د رسېدنې آمر، مولوي محمد حنیف همدرد او له تخنیکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټیم سره، چې په ترکیب کې یې د څېړنو او مطالعاتو آمر محمد مجتبی افضلي، د پېښو د تحلیل او ارزونې کارپوه انجنیر الله‌داد قرلق، د پېښو د اغېزو د مخنیوي او کمولو کارپوه انجنیر جلال‌الدین جمالي، د عامه پوهاوي کارپوه انجنیر صابر احمد، د عامه پوهاوي د ویډیوګانو عمومي مدیر عطا محمد معمارزاده او خبریال، محمد نسیم شاکر شامل وو، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د دویم ګذر اړوند د شهدای صالحین غره سیمې ته ولاړل او د هغو خطرناکو ډبرو، چې د خلکو ژوند او مال یې له جدي ګواښ سره مخ کړی و د ویجاړولو د پروژې تسلیمي یې واخیسته.

د پېښو چارو د انسجام معین د سیمې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د خطرونو د مخنیوي پر اهمیت او د وقایوي پروژو په پلي کېدو کې د خلکو د همکارۍ پر رول خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره ژمنه ده څو په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د زیان‌منونکو سیمو په نښه کړي او د ډبرو د ښوېدو او نورو طبیعي ګواښونو خطرونه راکم کړي. 

نوموړي همداراز کاري ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ډبرو د ویجاړولو د عملیاتو پر مهال ټول امنیتي تدابیر او تخنیکي اصول په پام کې ونیسي، ترڅو د سیمې اوسېدونکو ته هېڅ ډول زیان ونه رسېږي. هغه له خلکو هم وغوښتل چې د دې پروګرامونو په پلي کېدو کې له مسؤلینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې نن د پېښو چارو د انسجام معین په مشرۍ له تخنیکي او مسلکي ټیم سره دغو سیمو ته راغلي دي، څو د ۱۱ ډبرو د ویجاړولو د پروژې تر ویجاړولو وروسته تسلیمي واخلو.

نوموړي زیاته کړه، په هره سیمه کې چې دا ډول خطرونه موجود وي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره چمتو ده چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس وویل چې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د دویم ګذر د شهدای صالحین غره په ساحه کې د یوولس (۱۱) لویو او خطرناکو ډبرو د ویجاړولو بهیر، چې ټولیز حجم یې (۱۴۱.۶۶۷) متره مکعب دی، خوشبختانه د ۱۷/۱۱/۱۴۴۷ هـ.ق نېټې څخه د ۲۷/۱۲/۱۴۴۷ تر نېټې پورې د قراردادي شرکت له لوري بشپړ شوی دی او اوس مهال د سیمې خلک کولای شي چې په ډاډه زړه دلته ژوند وکړي.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو د دې بهیر له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ګڼ شمېر هستوګنیز کورونه او عامه تاسیسات د دغو ډبرو له جدي ګواښ سره مخ وو. هغوی زیاته کړه چې د فتحې یا بریا (د ۲۴ مې د اسد ۱۴۰۰ هـ ش کال) څخه مخکې  یې هم څو ځله د دغو ډبرو د تخریب غوښتنه کړې وه، خو له بده مرغه غوښتنو ته یې پام نه و شوی. اوس د اسلامي امارت له لوري د دې نیک اقدام او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له خوا د دغو خطرناکو ډبرو د تخریب د بهیر په پیل سره د خلکو اندېښنې تر ډېره حده راکمې شوې او د هغوی ژوند، مال او عامه تاسیسات به خوندي شي.

د یادونې وړ ده چې په کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د خطرناکو ډبرو د پېژندنې او تخریب بهیر په منظم، پلان شوي او دوامداره ډول روان دی، څو د احتمالي پېښو او مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .