د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درمان موسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو اړوند ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې تر سروې وروسته، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه،۲۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا،۲ کیلو بوره او ۲ کیلو چای ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
