د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي کريم داد سيمو کې دوه عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې، دوه کړۍ IED ماينونه کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل، چې په خنثی کولو سره یې سیمه ییز وګړي له احتمالي خطرونو څخه خوندي شول.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتي، چې د هر ډول چاودېدونکو او مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې ژر تر ژره له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، تر څو پر وخت لازم اقدامات ترسره شي او د احتمالي پېښو مخه ونیول شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
