له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان خلکو د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (APSSO) ترمنځ د څلور لکه او دېرش زره او درې سوه او څلور شپېته (۴۳۰,۳۶۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, May 12 2026 5:09 PM
333

نن ورځ د سې‌شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د APSSO مؤسسې له رئیس، محترم محمود شاه نوري، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

محترم ترابي صاحب وویل، اړینه ده چې ټولې مؤسسې خپلې مرستې ژر تر ژره مستحقو خلکو ته ورسوي، ترڅو زیانمنې کورنۍ وکولای شي پر وخت له اړینو توکو څخه ګټه واخلي.
 هغه همداراز ټینګار وکړ چې مرستې، که لږې وي او که ډېرې، باید اغېزمنې، اساسي او پر مناسب وخت مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.

له بلې خوا، د APSSO مؤسسې رئیس، محترم محمود شاه نوري، د دې ادارې له همکاریو مننه وکړه او د روانې پروژې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې د پروژې پلي کولو بهیر به یې په شفاف او چټک ډول ترسره شي.

په پای کې، د دواړو لورو ترمنځ د څلور لکه او دېرش زره او درې سوه او څلور شپېته (۴۳۰,۳۶۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه.

د دې تفاهم‌نامې له مخې، یاده مؤسسې به د کابل ولایت ۳۰۰۰ کورنیو، د کندهار ولایت ۸۰۰ کورنیو، د هرات ولایت ۸۰۰ کورنیو او د ننګرهار ولایت ۱۰۰۰ کورنیو ته د ۱۱ قلمه توکو لرونکې د ژمنیو جامو یوه بسته ووېشي.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .