د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یو عدد د ټانګ ضد ماین کشف او خنثی شو
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډافا ماین پاکۍ مؤسسې له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د دې ولایت د سیوري ولسوالۍ په حوثیانو کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوی یو عدد د ټانګ ضد TC/2.4 ماین کشف او په خوندي ډول خنثی کړ.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت په کچه د ماین پاکۍ فعالیتونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ډافا ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ په همغږۍ دوام لري.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ناچاوده او مشکوکو توکو د لیدو په صورت کې دې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، څو د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
