د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۴۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت په البرز ولسوالۍ کې د مشروطه او غیر مشروطه مرستو د پروژې په ترڅ کې ۱,۴۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
