د بغلان ولایت په پلحصار ولسوالۍ کې د کرنیز کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د پلحصار ولسوالۍ په چمن، شش کلاه، وفا خیل او قلعه مرزا محمد در کلیو کې کرنیز کانال چې د وروستیو سېلابونو د چکړو له امله ډک شوی وو پاک کړ او د ګټې اخیستنې لپاره یې وسپاره.
دا اقدام د سېلابونو د زیاتو خطرونو د مخنیوي په موخه د سیمه ییزو اوسېدونکو په غوښتنه د عراده اسکواټر په واسطه د دو ورځو په موده کې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۳۲۰۰۰ بودیجې په ارزښت ترسره شو.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټنګار کوي، چې د طبیعي پېښو له امله د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی ملاتړ دوام لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
