د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
Sat, May 02 2026 11:00 AM
123

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په همغږۍ او د IOM, Save the children، WFP،Intersos  او UNFPA بنسټونو په مالي ملاتړ، د وروستیو سېلابونو له امله ۴۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM  لخوا هرې کورنۍ ته ۳ تختې توشکې، ۱ دانه سولري څراغ، ۱ د پخلنځي کېټ، ۲ عدده د اوبو ډبي او ۷ کورنیو هرې یوې ته په پورتنیو مرستو سربېره یو باب خېمه،  د WFP مؤسسې په مالي ملاتړ او د HOPA مؤسسې په تخنیکي همکارۍ هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال نخود، ۴۲ پاکټه بیسکټ او ۲ کیلو مالګه، د UNFPA مؤسسې لخوا هرې کورنۍ ته ۲ تختې ترپالونه، د Intersos مؤسسې لخوا هرې کورنۍ ته ۲ تختې توسان، یو د روغتیا ساتنې عمومي کيټ، یو د ښځینوو د روغتیا ساتنې کيټ، ۲ عدده ابدانونه او د Save the children مؤسيسي لخوا له یاد شمېر کورنيو څخه ۳۸ کورنيو هرې یوې ته یو د ترميم کيټ ووېشل شو چې بېلابېلو وسایلو پکې شتون درلود.  

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زیانمنو کورنیو لاسنیوی خپل مسؤلیت ګڼي او د یادو همکارو مؤسسو له دوامداره بشردوستانه همکاریو څخه مننه کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .