د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۷۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ بورۍ غنم، یو پلاستیکي صندوق، نیم کیلو تورې چای او دوه عدده څراغونه ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
