د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو له امله ۴۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
Wed, Apr 15 2026 3:23 PM
تصویر

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM )، پاور او DRC مؤسسو په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، ګیلان، مقر، آب بند، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۳ زیانمنو کورنیو ته له وروستۍ سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د DRC مؤسسې له لوري ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، د پارو مؤسسې لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۲۰ لېټره غوړي، ۲۵ کیلو ګرامه دال نخود او ۲ کیلو ګرامه مالګه او د IOM له لوري هرې کورنۍ ته یوه د پخلنځي وسایلو بسته، یوه کورنۍ بسته او یوه د سولري وسایلو بسته ووېشل شوه.

همدارنګه، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس مولوي حمدالله بشیر، له زیانمنو کورنیو سره د خبرو کولو ترڅنګ یادو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې دا ریاست به په راتلونکي کې هم زیانمنو ته رسېدنې ته دوام ورکوي. 

په پای کې، مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ورکړلو شویو مرستو او دوی ته د پر وخت رسېدنې قدردانی وکړ او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .