د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د پاکستان د تېرې ورځې د برید له ټپیانو لیدنه وکړه او هغوی ته یې نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د یاد ولایت د مرکز اسعدآباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د تېرې ورځې د برید له ټپیانو لیدنه وکړه او د راکټي بریدونو له امله ۴ تنه ټپیانو ته یې بېړنۍ نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې، هر ټپي ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې چې په ټولیز ډول ۴۰,۰۰۰ (څلوېښت زره) افغانۍ د هغوی لپاره ځانګړې شوې وې او ټاکل شوې ده چې نورو ټپیانو او د شهیدانو وارثینو ته هم اړینې مرستې ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
