د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۴ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۳۱۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲,۸۳۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته سوه او اته اتیا زره او شپږ سوه او شل (۸۸۸,۶۲۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
