د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۴ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۳۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۳۱۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲,۸۳۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته سوه او اته اتیا زره او شپږ سوه او شل (۸۸۸,۶۲۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۲۲
Background image

خبرداری!

د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې ۱۲-۱۳مه نېټه 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست او د معتبرو نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې په, کابل، پروان، کاپیسا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو کورنیو د سروې لړۍ پیل کړه 

د ریاست‌الوزراء د محترم عالي مقام د حکم او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو پر بنسټ، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس له لوري ۱۵۲ بې‌ځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د ختیځو ولایتونو د بې‌ځایه شویو د وضعیت د مدیریت په موخه یې د یو مسلکي پلاوي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .