د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۱۰۸ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اوه میلیونه او شپږ سوه او دوه شپېته زره (۷,۶۶۲,۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
