د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

rahyab
Sat, Feb 28 2026 2:49 PM
تصویر خبر

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چمتال ولسوالۍ اړوند په صدمیش کلي کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې.

د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې د پرانیستې مراسم د خطر د مخنیوي او کمولو مدیر او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول. د دې پروژې د پلي کولو موخه د سېلابونو له ګواښونو څخه د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو عامه تأسیساتو ساتنه بلل شوې ده.

مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې حفاظتي دېوال په جوړېدو سره به په یادې سیمې کې د احتمالي سېلابونو خطرونه په څرګند ډول راکم شي. 

ورته مهال د صدمیش کلي اوسېدونکو د دې پروژې پلي کېدل د خلکو له اساسي او پخوانیو اړتیاوو څخه وبلل او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو یې مننه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .