د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چمتال ولسوالۍ اړوند په صدمیش کلي کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې.
د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې د پرانیستې مراسم د خطر د مخنیوي او کمولو مدیر او یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول. د دې پروژې د پلي کولو موخه د سېلابونو له ګواښونو څخه د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو عامه تأسیساتو ساتنه بلل شوې ده.
مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې حفاظتي دېوال په جوړېدو سره به په یادې سیمې کې د احتمالي سېلابونو خطرونه په څرګند ډول راکم شي.
ورته مهال د صدمیش کلي اوسېدونکو د دې پروژې پلي کېدل د خلکو له اساسي او پخوانیو اړتیاوو څخه وبلل او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو یې مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
