د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د سون توکي ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IHH موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د سمنګان ولایت له پېښو سره د آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ, د دې ولایت په خلم ولسوالۍکې د تېرې زلزلې له امله ۵۲۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د سون توکي ووېشل.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۴۵ منه د ډبرو سکاره ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
