د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۳ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Mon, Feb 09 2026 10:57 AM
news image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  اسلامیک ریلیف (IRW) موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز او روداتو ولسوالۍ اړوند ۷۵۳ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.  

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره درې میلیونه او اوه سوه او پنځه شپېته زره (۳,۷۶۵,۰۰۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له یاد ریاست او مؤسسې څخه د مننې کولو ترڅنګ د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .