د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ اجباري راستنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Feb 05 2026 1:17 PM
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کډوالو ته د رسېدنې کمېټې سره په همغږۍ، د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اړوند له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجبارې توګه راستنو شویو او مستحقو ۱۰۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

یادې مرستې د لغمان ولایت د والي محترم الحاج قاري بختیار معاذ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس قاري خیرمحمد غازي او د نورو سیمه ‌ییزو مسؤولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلوګرامه اوړه، ۱۲ کیلوګرامه خرما، ۵ لیتره غوړي، ۱۰ کیلوګرامه وریجې او یو بشپړه بسته، چې ۱۲ قلمه خوراکي توکي پکې شامل وو ووېشل شوه.

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس قاري خیرمحمد غازي وویل، چې دا مرستې وروستۍ مرستې نه دي او د کډوالو د رسېدنې کمېټه هڅه کوي، تر څو د یادو شوو کورنیو تر څنګ نورو اړمنو کورنیو ته هم په بېلابېلو برخو کې لازمې مرستې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې کورنیو لپاره د پېښو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم وړاندې شو.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او د کډوالو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې له امله یې د افغانستان د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا مرستې به د هغوی د ژوند د عاجلو ستونزو یوه برخه راکمه کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .