د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د شیرزاد ولسوالۍ پاس پټله کلي ۵۳ کورنیو ته، چې د تېرو ورځو د واورې زیات ورښت له امله له خطر سره مخ وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې بهیر کې د مسولینو په شتون کې، هرې مستحقې کورنۍ ته د خوراکي توکو یوه بسته، چې ۱.۵ غوړي، ۱ کیلو مالګه، ۵ کیلو سیله وریجې، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه پاستا، ۱ کیلو سره مسور دال، ۴۰۰ ګرام چای، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه فول مدامس، ۳ پاکټه ۱۷۰ ګرامه سپینه ټونا کبان، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه نخود، ۲ پاکټه ۴۰۰ ګرامه سره لوبیا، ۱ کیلو میده غنم، ۴۰۰ ګرامه د رومیانو روب، ۵ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو سیله وریجې، ۶ کیلو خرما، ۵۰ کیلو اوړه، یو کوچنی حفظ الصحې کېټ او یوه بسته البسه، چې جرابې، بوټان، خولۍ او زنانه لباس په کې شامل وو، ووېشل شول.
مرسته اخیستونکو کورنیو د د دې مرستو ترلاسه کولو په پار د خوښي څرګندولو ترڅنګ، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه وکړه او د دوامدارو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
