له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د اړمنو خلکو (PIN) مؤسسې له مرستیال سره وکتل او ورسره یې د اوه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
Mon, Jan 26 2026 2:43 PM
تصویر خیر

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اړمنو خلکو (PIN)  مؤسسې له مرستیال محترم احسان الله نعیم سره وکتل او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د لا ډېرې همغږۍ په اړه خبرې وکړې او ورسره یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه.

په پیل کې، محترم ترابي صاحب وویل، لکه څرنګه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره له بېلابېلو مؤسسو سره، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې نیږدې همکارۍ لري او په دې برخه کې ورسره بې له ځنډه هوکړه لیکونه لاسلیک کوي نو د همدې موضوع په پام کې نیولو سره او د نوي میلادي کال له پیلېدو سره سم، موږ د مرستو رسولو په موخه د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو یو لېست ترتیب کړی دی، چې له تاسو سره به یې شریک کړو، تر څو وکولای شئ یاد لیست د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره له اړوندو تمویل کوونکو سره شریک کړئ، څو پلي کېدونکې پروژې د مستحقینو لپاره ترسره شي. 

همدارنګه، ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ورته یې وویل، چې په نورو اړوندو امارتي ادارو کې د کومې ستونزې د رامنځته کېدو په صورت کې دې له موږ سره همغږي شي ترڅو یادې ستونزې هم د امکان تر کچې راکمې کړو.  

ورپسې، د اړمنو خلکو مؤسسې مرستیال د دې ادارې له لوی رئیس څخه د وخت ورکولو په موخه د مننې کولو ترڅنګ، یاد لیست مستحقو کورنیو ته د رسېدنې برخه کې مثبته و ارزوله او په خپلو راتلونکو پلانونو کې یې د شاملولو او له اړوندو تمویل کوونکو سره یې د شریکولو ډاډ ورکړ، نوموړي همداراز د خپلې پلي کېدونکې پروژې په اړه بشړ معلومات وړاندې کړل او د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په برخه کې یې له دوی سره د دې ادارې د همکاریو ستاینه وکړه.  

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ، ټولټال د اوه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د بلخ ولایت په شولګرې، مارمل او چهارکینټ ولسوالیو کې، ۱۵۷۰ مستحقو کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې هرې کورنۍ ته د ۱۷۷ ډالرو معادل افغانۍ، ۱۹۵۳ مستحقو کورنیو ته د ۹۱ ډالرو په ارزښت د حیواناتو خوراکي توکي او د هغو د لیږدولو لپاره کرایه او همدارنګه ۲۰۸۶۱ کورنیو ته به د حیواني پرازیت درمل او د هغې د پلي کولو لوازم ووېشل شي. 

په پای کې، د محترم ترابي صاحب لخوا هغه ډالۍ چې د یاد پلاوي لپاره یې په پام کې نیولې وه، د مؤسسې مرستیال ښاغلی احسان الله نعیم ته یې ورکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۸/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

تصویر

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .